جهاد سازنده

کابل کی د حسن خان پله د جورولو چاری روانی دی

 کابل کی د حسن خان پله د جورولو چاری روانی دی

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د اوومې ناحیې اړوند د ده‌دانا سړک پر اوږدو کې د کابل سیند پر سر د حسن‌خان پله د جوړولو چارې روانې دي، چې ټاکل شوې په راتلونکو اتو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

‏دغه پل ۳۰ متره اوږدوالی او ۲۱ متره سور لري او په جوړښت کې یې ۴۰ میخي پایې په پام کې نیول شوې دي. د پروژې په بشپړېدو سره به په دې مسیر کې د موټرو او ښاریانو لپاره د خوندي او منظم تګ راتګ زمینه برابره شي.

‏بلخوا، د علاءالدین درې‌لارې او تخنیکم ترمنځ نښلوونکی سړک او د موټرو لپاره اساسي پل له دې وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري جوړ شوي، چې د ده‌دانا سړک او حسن‌خان پله د بدیلې لارې په توګه ترې ګټه اخیستل کېدای شي.

‏‏د حسن‌خان پله په جوړېدو سره به د ده‌دانا، چهلستون او شاوخوا سیمو د اوسېدونکو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او د سیمې ترافیکي بهیر به منظم شي.

‏

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

بستن
رفتن به نوار ابزار