جهاد سازنده
کابل کی د حسن خان پله د جورولو چاری روانی دی

کابل کی د حسن خان پله د جورولو چاری روانی دی
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د اوومې ناحیې اړوند د دهدانا سړک پر اوږدو کې د کابل سیند پر سر د حسنخان پله د جوړولو چارې روانې دي، چې ټاکل شوې په راتلونکو اتو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه پل ۳۰ متره اوږدوالی او ۲۱ متره سور لري او په جوړښت کې یې ۴۰ میخي پایې په پام کې نیول شوې دي. د پروژې په بشپړېدو سره به په دې مسیر کې د موټرو او ښاریانو لپاره د خوندي او منظم تګ راتګ زمینه برابره شي.
بلخوا، د علاءالدین درېلارې او تخنیکم ترمنځ نښلوونکی سړک او د موټرو لپاره اساسي پل له دې وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري جوړ شوي، چې د دهدانا سړک او حسنخان پله د بدیلې لارې په توګه ترې ګټه اخیستل کېدای شي.
د حسنخان پله په جوړېدو سره به د دهدانا، چهلستون او شاوخوا سیمو د اوسېدونکو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او د سیمې ترافیکي بهیر به منظم شي.



