طنزی

اعتمادی ماموریت

پوهاند رازقی نریوال

اعتمادی ماموریت

پوهاند رازقی نریوال

مدير جانو د خپلو اشنایانو د نمک حلالی په برکت زموږ په موسسه کې د مامور په حيث مقرر شوی و د دین او دنيا د خدمت دپاره یې دلته د بېلا بېلو مغزو لرونکو آمران چې ځانونو ته به يې په سرکاري کارونو کې يو څه ويل له خپل سره تېر کړی وو. ده د خپل ليندا کي سرویښتان هی خوشی په خوشي نه وو سپين کړي بلکې د خپلې خدمتګارۍ په دې غوټه موده کې يې د خپل چاری په ګټور مسلک کې غني غنې تجربې ترلاسه کړي وي .

هر لوی امر چې به په دې موسسه کې د مقررۍ پښه کېښودله، مدیر جانو به په هماغه لومړی ورخ ورسره خان لاس او لسټونې کړی و او په ډېر لنډ وخت کې به یې هغه د خپل دم د تاثير .

لاندې داسې راوسته چې د خولې مړی به یې ورسره شريکوله او بیا کله چې به هغو لوی امر صاحب تبدیل شو لومړی سری به مدیر جانو و چې د وفادارۍ تيرې په خپل تير وهلي

د موسسې د ټولو مامورانو پوره یقین راغلی و چې د مدير جانو څه جادو زده دی او هېڅ يو امر تري رپ نه شي وهلای او په ډېر لږ وخت کې د هغه يو ډېر اعتباری شخص ګرځي چې

گویا په کلونو کلونو يې په يوه دسترخوان سره تېر کړی دی.

مدیر جانو د خپل چاری او منفعت پرستی د مسلکي تجربو او بې سره آمر نوازۍ په وجه د خپل امر په زړه کې ډېر ژر خاص ځای نیوه او د خپلې اصلي وظيفې برسېره يې له صلاحيت او منفعت ډكي بيلا بيلي اعتمادي دندې لکه د خریدارې د هییت رئیس د معاينې د هبيت رييس، د موجودې د هییت رییس د تفتیش او کنترول د کمیسیون رئیس د تحقیق د هییت رییس او داسې نورې ډېر پر در آمده وظيفې د خپل امر په زړه او استشاره تر سره کړی دی، چې نــه يوازې ددې درندو او له مسوليتونو ډکو مکلفیتونو د اجرا کولو له امله یې د خپلو آمرانو د به

خوانی او آيندي غم خوړلی دی بلکې په خپله په کې هم و چې شونډې نه دی پاتې شوی. اوس چې مدير جانو د خپلو غوړو غوړو خدمتونو او خپل چارۍ د سابقې له مخې د موسسې د

خدماتو لوی مدیر دی او زمور اذوقه او نفقه دده په مبارک قلم حواله کېږي؟ تو خامخا خرڅ او ډب يې دومره اوچت دی چې دده قدوقامت سره په هیڅ ډول نــه تلــل

كبرله هم دي كله دی چی تر امر او مرستیال وروسته مدیر جانو خان د موسی دربیم مقتدران معتمد شخص بولی دده په مبارک لاسليک د موسسې د سيف بيرته کول او قفلول خو دده د ډېر کوچنی مسولیت او صلاحیت نمونه ده.

مدير جانو ته د موسسې هر غړی له دې امله زيات تبت و پاس کوی چې ګوندې د احتیاج به مهال به ورسره مرسته وکړي خو دې هغه څوک نه دی چې په مفتو سلامونو او وج تشکر د چا د درد دوا شي او د امر صاحب تحريري أمرونه خو ورته د هغه د اشارې په غير دتوت د پانی قدري اهميت هم نه لري د موسسې ډېر ماموران په دې هڅه کې دی چې د مدير جانو په دي جادوگری خان وپوهوي ځکه چې يوازې د سړي غوړ مالي او ابن الوقتي خو د هغه د

دومره لوړ اعتبار او اعتماد سبب کېدای نه شي زه هم په دې فکر کې وم چې څنګه په دې سر خان وپوهوم داوه چې یوه ورخ می پنځه زره افغانیو ته سخت ضرورت پیدا شو، نو د امر صاحب نه مې په فوق العاده ډول د نقدي څانګې په نامه قطعی امر تر ګوتو کړ، البته دا ډول ټول امرونه د مدير جانو له زړه پرته بې ارزښته وو، خو زما زړه داده و چې ممکن مدير جانو به په کې يو دوه ونه وايي دی ځکه چې د پورته مقاماتو ځينې امران چې زموږ موسسې ته کله راخي نو زما سره په ورين تندي پيش آمد کوی مدیر جانو خو دومره کور مغزه سړی نه دی چې ما يو ګمنامه مامور و ګني داره چې په خوله خو يې پټه انډيوالي راسره چلوله، مگر کله چې مې خپله د عرض پاڼه د هغه حضور ته وړاندې کړه او په خوله مې هم ورته وويل چې د امر صاحب نه مې د پنځه زره افغانیو د قرض امر اخستلی دی که یې راته دواره اجرا کړې ګوډه به مې سمه شي. خو مدير جانو په غير ددې چې زما پاڼه وګوري په کې يې وليکل، «فعلا نشته دی او په خوله يې راته وویل

همدا نن چې يو څه پېسې د معتمد سره وی د ځينو ضروري شيانو په رانيولو مو ولګولي ما چې هر څومره ورته ټینګار وکړ چې زه به خبر یم د معتمد سره پیسې شته دی خو هغه هغسې نرم

سری نه و چې د خپلې خبرې تېر شوی وای.

دلته یو تن ولاړو زما زارۍ او د مدير جانو بانې چې يې وليدلي نو زه يې له لاسه ونيولم، سيده

یې خپلې شعبي بوتلم او پنحه زره افغاني يې راته په ګوتو کې راکړې.

زه لا خيلي شعبي ته نه وم رسیدلی چې مدیر جانو ساه نیولی را سره شعبي ته را تووت او د

لوټونو لوی بنډل یې زما په لاس کې تخته کړ. او راته يې وويل :

عريضي او امر ته هېڅ حاجت نشته دی بې سنده يې واخله، ډېره عفوه وكړچې زما اعصاب چا را خراب کړی و او ته يې راځنی بر ناحقه . خپه کړې پروا نه کوي هر وخت چې درسره پیدا شوی بیا به یې راکړي.

زه حيران پاتې وم چې په دې څو شېبو کې د مدير جانو په زړه کومې فرښتې د رحم او مهربانی او به تويې کړی دی. خو موضوع داسې وه هغه وخت چې زه د مدير جانو له شعبي نه تش لاس په غوسه راووتلم ده هم په ډېره غوسه خان د امر صاحب حضور ته حاضر کړ او ورته ويلې يې

امر صاحبه د سر بلا دې واخلم هر چا ته د قرضې اهر مه ورکوه، ځکه چې زموږ د لګښتونو په محاسبه کې ګډوډې رامنځ ته کوي، مګر پوهېږي چې امر صاحب ورته څه ويلي و وه مدیر جانو ساده کیه!

ستا خبره خو سمه ده زه یې هم طرفدار یم خو ته هېڅ خبر نه يې چې دغه سړی چې ما ورته د قرضي امر ورکړی دی …. ته پوهېږي هغه زموږ د موسسې په نوو تعيناتو کې زما ادارې مرستیال نیول شوی دی او څرنګه چې دې يو سختګير او قانوني سړى دى مالي راشه مخكې له مخکې يې دمدير جانو د احسان لاندې راوله

کله چې مدير جانو دا خبره اوری نو په يو تراټ د نوټونو د بنډل سره ماته خان را رســوی ګوندې پر ما هم جادو و کړای شي خو په دې شېبو کې دده بخت چېرته د بوسو په بوساره کې ویده و او سترګو يې پوره کار ونه کړ چې زما د قرض په پاڼه کې يې د امر صاحب د سر اشاره هم لیدلی وای

۲۲/۳/۱۳۴۸

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

بستن
رفتن به نوار ابزار