سیما های روشن
یادی ازمرحوم استاد نصرالله حافظ شاعر و نویسنده توانا
د نصرالله حافظ ادبی شخصیت ته کتنه

یادی ازمرحوم استاد نصرالله حافظ شاعر و نویسنده توانا
نویسنده: محمد عبدالقادر آرزو
مرگ صاحبدل جهانی را دلیل کلفت است
شمع چون خاموش گردد داغ انجم میشود
سالها پیش ، روزگاری که تازه جوان بودم ، در اولین فرصت کار رسمی من ، شرف همصحبتی و هم دفتری را با مرد بلند قامت نصیب گردیدم . البته پیشتر از دورکار رسمی ، با صدا و سیمای آن محاسن سفید روشن ضمیر آشنایی داشتم . این رسا قامت که اخلاق ، حلم ، علم از گفتار و پندار و کردارش می بارید ؛ استاد نصرالله حافظ بود که چون کوه تمکین ، پشتیوان برنامه های صوتی رادیو افغانستان بود .
میتوان گفت که استاد حافظ از بینانگذاران رادیو ملی بوده با صدا و نوشته هایش عظمت خاصی به برنامه ها بخشیده بود .
وقتی سرازخواب برمیداشتی ، صدای حافظ در برنامه سهارنی نذرانه چنان مجذوبت می ساخت که تا شامگاهان فرحت و تازه گی همراهت بود .
استاد حافظ 84 سال قبل از امروز در قریه حافظان ولسوالی چپرهار ولایت ننگرهار دیده به جهان ماو من باز کرد ، دهها اثر ادبی دارد و بیشترینه در حوزه ها و مجامع علمی به ویژه رادیو ملی کارنامه های ماندگار دارد .
به قول مولانای بلخ :
صحبت صالح ترا صالح کند
صحبت طالح ترا طالح کند
ویا به اشاره ابوالمعانی بیدل :
صحبت اینجا موثراست آگاه باش
در آب روی تری در آتش داغی
بدون شک همصحبتی با صالحان سعادت خداوندیست که در شخصیت سازی انسان نقش موثر و تاثیر گذار داشته است .
اوقات رسمی ما در سایه معرفت و تجربیات بزرگمرد حافظ چنان میگذشت که لحظه لحظه ای آن مملو از صمیمیت و آموزش و پرورش بود .
واقعاً جای مباهات بود برایم وقتی با حافظ بی ریا و سالوس ، همنفس در برنامه ها می شدم ، استاد حافظ برنامه دحق پتنگان را می خواند ومی نوشت و من برنامه ی ” یادنامه مردان خدا ” را می خواندم ومی نوشتم . تجارب حافظ برایم عالمی معنی ها بود .
گذرگاه هستی همین است که یکی میآید و یکی میرود ، همه رفتنی هستیم چه دنیا جای اقامت نیست ، بساط عبور است . اما چگونه عبور ، چگونه رفتن . خوشا به حال کسانی که میروند اما نامی از خویش در صفحه افاق و انفس به جا میگذارند .
حافظ نمرده است حافظ همچنان در اوراق سینه ها در حافظه زمانه ها نفس خواهد کشید و زندگی خواهد نمود .
خاطرات جالب و عبرت انگیز از شخصیت ، علمیت و اخلاق مرحوم نصرالله حافظ شاعر و نویسنده بی بدیل ادبیات پشتو در حافظه دارم که شاید کتاب خواندنی مدون گردد ولی خواستم با بیان چند کلمه و جمله به حق همصحبتی ، و به عنوان ضایعه فرهنگی و علمی ، از نبود استاد نصرالله حافظ با هزار درد و عذاب با تلخ کامی یاد کنم و در نبودش گریه سردهم و یادش را گرامی دارم .
به قضا سرفگنده ایم همه
چاره ای نیست بنده ایم همه
ښاغلی حافظ یو غزل بول شاعر و او په خپل ښکلی غږ کی به یی کله کله په رادیو افغانستان کی شعرونه هم دکلیمه کول او دا هم د ده یوه غزل :
شپه څومره لويه شوه اوږده شوه سبا هېڅ نه راځي
تيارې خورې په شا او خوا دي رڼا هېڅ نه راځي
د مجنون سترګې ورته فرش دي د راتلو په لاره
چې يو د ناز قدم پرې کيږدي ليلا هېڅ نه راځي
د خوشحالۍ نښې زما په مخکې سد لټوي
په سپېرو شونډو مې پېره د خندا هیڅ نه راځي
څنګه به روغ شي دا زما ناسور وهلی زړګی
دردونه وار په وار راځي خو دوا هېڅ نه راځي
لېونی نه يم، چې يې خيال د بيا راتلو کومه
اوښکه چې لاړه شي له سترګو نه بيا هېڅ نه راځي
که هر څه اورې، ښوروه سر ورته مه يې منه
دلته د دروغو کلي جوړ دي رښتيا هېڅ نه راځي
ارواښاد نصرالله حافظ د افغانستان د ښو شاعرانواو لیکوالو په ډله کې شمیرل کیده. حافظ د خپل ژوند زیاته برخه په ادبي فعالیتونوتیره کړي او د اوږدې مودې لپاره یي د افغانستان په ملي راډیو کې د ادبي خپرونو د ویاند او د خپرونو د متصدی په توګه دنده سرته رسولې ده
آرزو
د نصرالله حافظ ادبی شخصیت ته کتنه
نوری
د پېړیو په اوږدوکې د ننګرهار په ولایت کې ډېر شمېر شاعرانو او لیکوالانو د هېواد د کلتور او ادب د بډایولو لپاره هلې ځلې کړی دی . د دغو شاعرانو او ادیبانو له څېړنو او هڅو زموږ ګران ادبپال ځوانان اغېزمن شوی دی، چې دوی هم په خپل وار سره اثار خلق کړی او د ټولنې په واک کې یې ورکړی دی. همدغو ادبپوهانو د خوشال ادبی شخصیت په هکله څېړنې او پلټنې کړی چې څه شمېر اثار یې چاپ او څه شمېر یې ناچاپ پاتې شوی دی. نصرالله حافظ د میرزا نور اسلام زوی، په ۱۳۱۰ لمریز کال د ننگرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د حافظانو په کلی کې نړۍ ته سترگې وغړولې. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلی د چپرهار په لومړنی ښوونځی کې پای ته ورسولې او نورې زده کړې یې پر ۱۳۳۱ لمریز کال په کابل کې بشپړې کړې. له فراغت وروسته یې د ښوونې او روزنې وزارت په اډانه (چوکاټ) کې دنده ترلاسه کړه او په خوشال خان خټک ښوونځی کې د ښوونکی په توگه وگومارل شو؛ پر ۱۳۳۳ لمریز کال پښتنی تجارتی بانک ته تبدیل شو او هلته د «ویسا» مجلې مسلکی غړی شو او دغه مجله، چې د پښتنی بانک له خوا خپرېدله، نږدې شپږ کاله یې په کې دنده ترسره کړه. پر ۱۳۳۹ لمریز کال د پښتون غږ مجلې مرستیال او پر همدغه کال د راډیو د مراقبت د مرستیالۍ دنده هم ورکړل شوه او وروسته بیا د راډیو افغانستان د روزنې د ادارې د پښتو برخې د چلوونکی په توګه وگومارل شو. پر ۱۳۴۳ لمریز کال د راډیو افغانستان د تدقیق مدیر او د هنر او ادبیاتو د ادارې مرستیال وگومارل شو. څه موده یې د نوموړې راډیو د روزنې د ادارې د ټولنیزو خپرونو د مدیریت دنده درلوده. په راډیو کې یې د پښتو ډرام او ډیالوګ د مدیر په توگه هم دنده سرته رسولې ده. پر ۱۳۵۳ لمریز کال د راډیو افغانستان د انسجام مدیر او د هنر او ادبیاتو د ادارې مرستیال. پر ۱۳۵۸ لمریز کال د پښتنو او بلوڅو د خپرونې لوی مدیر او له ۱۳۵۹ لمریز کاله راهیسې یې تر کورناستۍ (تقاعدۍ) پورې د راډیو د هنر او ادبیاتو په اداره کې کار کاوه. د نصرالله حافظ شعرونه له ۱۳۳۱ لمریز کال راهیسې د هېواد په رسنیو کې په ډېره پیمانه خپاره شوی دی. حافظ صاحب په راډیو افغانستان کې د دغو لاندینیو خپرونو لپاره لیکنې کړې دی: سهارنۍ نذرانه، د حق پتنگان، د شومدم انگازې، از هر چمن سمنې، زرغون ټال، د ادب وږمې، هنر او ژوند، څپې، د نکریزو پاڼه، د تاووس بڼکه، د معرفت سمونه، د نیسان غږ او داسې نورې، چې د دغو ټولو خپرونو توکی د راډیو افغانستان په آرشیف کې خوندی دی. نصر الله حافظ د راډیو افغانستان د پښتو ادبیاتو په برخه کاله ۵۵ کاله کار کړی دی. له کومې ورځې چې نوموړی په راډیو افغانستان کې په دنده گومارل شوی، د پښتو تصنیفونه او یا هغه ترانې چې د ښځینه او نارینه سندرغاړو له خوا په سټډیو کې ثبتېدلې، د هغوی سمون حافظ صاحب کاوه. همدارنگه شاعر ډېر نکلونه له پارسی پښتو ژبې ته اړولی دی. ښاغلی حافظ د گڼ شمېر مشاعرو ویاندی او انانسری هم کړې ده؛ خپل او پردی نظمونه یې په خپل ښکلی غږ کې زمزمه او دېکلمه کړی دی. ادب پوهانو ویلی دی:« اړینه ده وویل شی چې نصرالله حافظ د رحمان بابا، خوشال خان خټک بابا، حمزه بابا، استاد راحت زاخیلی، استاد قیام الدین خادم او ځینو نورو پر ادبی اثارو د پام وړ ادبی څېړنې کړې دی.» شاعر نصرالله حافظ پر ۱۳۷۴ لمریز کال کورناستی (تقاعد) شو. هغه د تقاعد پر مهال د زړو او پخوانیو کاغذونو پر نوی کولو او اوډلو بوخت و. هغه د خپلو چاپ شویو او ناچاپواثارو په اوډلو بوخت و، د دې لپاره چې هغه د اوسمهال او راتلونکو هېوادوالو لپاره د کارونې او لاسرسی وړ وگرځوی. نصرالله حافظ د ۱۳۹۲ لمریز کال د لړم پر ۱۴مه د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې له دې نړۍ سترگې پټې کړې. حافظ صاحب دومره ډېر آثار لری، که ټول د چاپ په گاڼه وپسولل شی، نو یو بشپړ کتابتون به ترې جوړ شی، حافظ صاحب د ژوند د هر ډگر په برخه کې شعرونه ویلی دی، چې په هره برخه کې ورنه ډېرې ښې ټولگې جوړېدای شی. د ده چاپ شوی آثار: د نغمو کاروان – دا د راډیو په آرشیف کې د پښتو ثبت شویو سندرو او ترانو ټولگه ده، دغه اثر په۱۳۵۶ لمریز کال کې د پښتو د چاپی آثارو د نړیوال سیمینار په ویاړ د بیهقی کتاب خپرولو مؤسسې له خوا خپور شوی دی. د شمشاد هسکې څوکې- دا د حافظ صاحب د شعرونو لومړۍ ټولگه ده، چې د لیکوالانو ټولنې له خوا په ۱۳۶۲ لمریز کال کې خپره شوې ده. ستا د چم گلونه- د حافظ صاحب د شعرونو بله ټولگه، چې په ۱۳۶۵ لمریز کال کې د چاپ او خپرولو د دولتی کمېټې له خوا چاپ او خپره شوه. ستا د چم گلونه – د حافظ صاحب د شعرونو بل غونډ دی، چې په ۱۳۶۵ لمریز کال کې د چاپ او دولتی کومېټې له خوا چاپ شوې ده. سهارنۍ نذرانې- دا د هغې خپرونې نوم دی، چې کابو څلوېښت کاله حافظ صاحب ورته کار وکړ. د حق پتنگان- دا د یوې بلې خپرونې نوم دی، چې حافظ ورته لیکلی توکی برابرول، چې اوس هم په راډیو کې خپریږی. د اتم ټولگی تاریخ کتاب یې په پښتو ژباړلی دی، چې په ۱۳۴۴ لمریز کال کې چاپ او خپور شوی دی، دغه کتاب د پښتو ژبې د زده کوونکو لپاره چاپ شوی دی. مات ستوری– دا هم د حافظ صاحب د شعرونو ټولگه ده، چې ډېر ښایسته او خوندور شعرونه یې په کې خوندی کړی دی.حافظ صاحب په نظم او نثر کې ډېر ناچاپ آثار لری. خدای بښلی حافظ د خپل ژوند ډېره برخه ادبی او کلتوری څېړنو ته ځانګړې کړې وه، چې دغه څېړنې د هېواد د کتلور د بډای کولو لپاره ډېر ارزښتناک دی. زموږ هیله داده، چې د دغه ستر ادبی شخصیت په لسهاوو ناچاپ اثار چاپ ته وسپارل شی، چې زموږ ځوانان وکولای شی ترې ګټه پورته کړی.
