سیما های روشن
د پښتو ادب ځلانده او تلپاتې څیره: استاد سعدالدین شپون

د پښتو ادب ځلانده او تلپاتې څیره: استاد سعدالدین شپون
سعدالدين شپون د ده په خپله وینا د ظاهر شاه د پاچا کېدو پر کال زېږېدلی دی. ظاهر شاه د ۱۳۱۲ په عقرب کې پر تخت کښېناست. کورنۍ یې لوستې وه. پلار یې د دولت په دستگاه کې د ځای او مقام خاوند وو. شپون د ننگرهار ولايت له خوږیاڼیو د کندوز ولايت خان آباد ته کډه شوی وو. سعد الدين شپون د قاضي برهان الدين، چې د اتحاد خان آباد ورځپاڼې مدير وو، زوی او د گهيځ د اوونيزې پازوال چلوونکي منهاج الدين گهيځ ورور دی. نوموړی د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
هغه مهال افغانستان او په خاص ډول کابل د نوو، بدلون غوښتونکو ځوانانو د مبارزو ډگر وو. سعدالدین شپون که له یوه لوري د بدلون د بهیر لاروی وو، له بل لوري یې ملي واقعیتونه هم له پامه نه غورځول.
سعدالدين شپون خپلې لومړنۍ زده کړې د خان آباد ولسوالۍ په سيمه ايز ښوونځي کې وکړې او د منځنيو زده کړو لپاره د افغانستان پلازمېنې کابل ته تللی او هلته يې د حبيبيې ليسې نه د دوولسم ټولگي بريليک تر لاسه کړی دی. تر دې وروسته يې پر ۱۳۳۵ ل کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې لوړې زده کړې وکړې. بيا يې نورې زده کړې په امريکا کې سر ته ورسولې او خپله ماسټري يې له دغه هېواده واخيسته.
سعد الدين شپون د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړيتوب درلود او تر يو څه مودې يې په همدغې اکاډمۍ کې دنده ترسره کړې. په کابل پوهنتون کې یې د اشرف غني، حکیم تڼیوال، بهاءالدین مجروح او نورو په ملتیا په افغانستان کې د علم او علمي څېړنو له پاره له ولسونو سره ناسته ولاړه درلوده. یو وخت د ملگرو ملتو په یو دفتر کې مامور شو او له همدې ځایه، د ثور له کودتا وروسته د بل شوي اور لمبو مهاجرت ته اړوېست. په پېښور کې یې هم د بنسټپالو له نېشونو سره گوزاره ونه شوه، اروپا ته ولاړ او د کوپن هاگن په یو پوهنتون کې یې په تدریس پیل وکړ. وروسته د امریکا غږ راډیو پښتو خپرونې ته ورغی چې له دغه ځایه یې خواږه، تاوده غږ هم د مهاجرینو په کمپونو کې د بې کوره افغانانو خېمي وښورولې. له جنگه مخکې یې شعرونه او لیکنې په دولتي چاپي رسنیو کې خپرېدلې. د افغانستان د نوي نسل د لیکوالو په سرلارو کې راته. هغه تر ډېرې مودې د امريکا غږ راډيو پښتو څانگه کې د وياند او خپرونې چمتوکوونکي په توگه دنده سرته رسولې ده.
د ليکوال شپون له لوري د کندوز د خان اباد سيمې انځورونه ښايي په اوسني پښتو داستاني اثارو کې بې جوړې وي. د هغه څېړنيز او روان نثر او د څيری کښنې توان دوی له ډيرو معاصرو کيسه ليکوالو بېلوي او په دې ډول سعدالدین شپون بېل ځېل خپلوي.
وتلی افغان لیکوال، شاعر او د کابل پوهنتون پخوانی استاد سعدالدین شپون د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۱۳۹۶ ل کال د وږي ۱۹ (د ۲۰۱۷ ز کال د سپتمبر ۱۰ مه) د ۸۴ کلونو په عمر ومړ. د ارواښاد استاد سعد الدین شپون جنازه د ۱۳۹۶ ل کال د وږي پر ۲۴ سهار د جمعې پر ورځ له امریکا څخه کابل ته انتقال او بیا د ښخولو لپاره لغمان ولایت ته ولیږدول شوه، چې له غرمې وړاندې په لس نیمو بجو د هغه له وصیت سره سم د لغمان د سرخکانو په سیمه کې د ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ د قبر ترڅنگ خاورو ته وسپارل شوه.
چاپي آثار
- و نه و يو شپون
- شين ټاغی
- گټيالی
- د سمڅې ياران
- د بنگي غاړه
- ښاېستو
شپون ولاړ. جنت دې یې ځای وي، خو د پښتو ادب په اسمان کې یې پوره ورشو تشه توره پرېښوده. ګوره چې کوم ستوري به راځي او دا ځای به ډکوي.



