اجتماعی

د تمیم انصار او جبیر انصار زیارت

د تمیم انصار او جبیر انصار زیارت                                                                                                   

د کابل په سوېلي لمنو او د هغې زرغونې درې په منځ کې، چې له پخوا څخه د «شهدای صالحین» په نوم مشهوره ده، یو زیارت موقعیت لري، چې د کابل د خلکو ترمنځ د «تمیم انصار او جبیر انصار زیارت» په نوم پېژندل کېږي.

دا زیارت د کابل له مشهورو تاریخي مزاراتو څخه شمېرل کېږي او له پېړیو راهیسې لیدونکي، دیني عالمان او د ښار اوسېدونکي د زیارت، دعا او د مذهبي مراسمو او غونډو د ترسره کولو لپاره ورځي.

دغه زیارت د کابل ښار د لومړۍ ناحیه اړوند د شېردروازې غره په لمنه کې موقعیت لري. پخوا په دې سیمه کې بې شمېره د ارغوان بوټي او باغچې موجودې وې او د خپلې ښې هوا او ښکلې طبیعې منظرې له امله د کابل له مشهورو تفریحي او زیارتي ځایونو څخه ګڼل کېده.

د همدې درې په منځ کې یوه هدیره شتون لري چې، دوه مشهور قبرونه پکې پراته دي او خلک یې د حضرت تمیم انصار او حضرت جبیر انصار (رض) مبارکو مزاراتو ته منسوبوي.

د سیمه‌ییزو روایتونو او د «مزارات کابل» د کتاب له مخې، له دغو دوو مزاراتو څخه یو یې حضرت تمیم انصار ته منسوب دی، چې په ځینو سرچینو کې د «ابورفاعه عدوي تمیم بن اسد» یا «عبدالله بن حارث» په نومونو هم یاد شوی دی.

محمد ابراهیم خلیل په خپل کتاب «مزارات کابل» کې، د رجال د علم د آثارو او حدیثي سرچینو په استناد، د تمیم انصار د ژوند او تاریخي هویت په اړه بحث کړی او هڅه یې کړې چې، هغه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ﷺ له صحابه کرامو څخه ثابت کړي.

خو د دې په اړه چې نوموړی په کابل کې ښخ شوی دی، بېلابېل نظرونه موجود دي او د دې موضوع ټول جزئیات په پخوانیو تاریخي سرچینو کې په قطعي او څرګند ډول نه دي ثبت شوي.

د دویم مزار په اړه هم بېلابېل روایتونه موجود دي. د کابل د خلکو په منځ کې دا مزار حضرت جبیر انصار یا جابر انصار (رض) ته منسوب ګڼل کېږي، خو د دغه شخصیت د مړینې او دفن د ځای په اړه روښانه او کره تاریخي اسناد په لاس کې نشته.

ځینې روایتونه د هغه د مړینې ځای مدینه یا کوفه ښيي، په داسې حال کې چې په کابل کې موجود شفاهي دود او ولسي روایتونه دغه هدیره د هغه د دفن ځای په ګوته کوي.

د سیمه‌ییزو روایتونو له مخې، د اسلام د رامنځته کېدوله لومړیو لسیزو وروسته، د صحابه کرامو او مسلمانو مبلغینو یوه ډله د اسلامي لښکرو په ملتیا د کابل سیمو ته راغله او د اسلام د دین تبلیغ یې پیل کړ. ویل کېږي چې د هغه وخت د جګړو او نښتو پر مهال، له دغو کسانو څخه یو شمېر د کابل په سوېلي لمنو کې شهیدان او په همدې سیمه کې خاورو ته وسپارل شول. له همدې امله دغه دره وروسته د «شهدای صالحین» په نوم مشهوره شوه.

که څه هم دا روایتونه د خلکو په تاریخي حافظه کې ځانګړی ځای لري، خو یوه برخه یې تر ډېره پر شفاهي دودونو ولاړه ده او لا هم نورو تاریخي څېړنو ته اړتیا لري.

د زیارت اوسنۍ ودانۍ د وخت په تېرېدو څو ځله بیا رغول شوې ده. د هغې کتیبې له مخې چې د زیارت پر سر دروازه نصب شوې وه، د دې زیارت له مهمو بیارغونو څخه یوه یې په ۱۲۳۷ هجري قمري کال کې د الله ‌وردي خان په نوم د یوه شخص له خوا ترسره شوې ده.

وروسته د محمد نادر شاه د واکمنۍ پر مهال هم د زیارت ودانۍ له سره ورغول شوه او د نننۍ ودانۍ بڼه تر ډېره د هماغو بیارغونو پایله ګڼل کېږي.

د زیارت دننه دوه لوی قبرونه د یو بل ترڅنګ شته دي، چې د مرمرو په ډبرو ښکلي او سینګار شوي دي. د ودانۍ د ننه فضا د قرآني کتیبو، ډبرین نقش‌ونګار او مذهبي معمارۍ په عناصرو ښکلې شوې ده. همدارنګه د زیارت ترڅنګ باغچه، د اوبو حوض او د لیدونکو لپاره نورې اړینې آسانتیاوې هم موجودې وې.

د زیارت ته په نږدې سیمه کې یوه چینه هم شته چې، د «نظرګاه خضر» په نوم شهرت لري. د دې چینې اوبه پخوا د زیارت په انګړ کې د شته ونو او نورو بوټو د خړوبولو لپاره کارېدې.

د تمیم انصار او جبیر انصار زیارت د کابل د تاریخي حافظې یوه مهمه برخه هم ګڼل کېږي. د ډېرو کلونو په اوږدو کې به د کابل خلک د جمعې په ورځو، د رمضان المبارک په میاشت او نورو مذهبي مناسبتونو کې په دې ځای کې راټولېدل، د قرآن کریم ختمونه به یې ترسره کول او د ذکر او دعا مجلسونه به یې جوړول.

همدارنګه د پسرلي په موسم کې، کله چې د ارغوان ګلان غوړېدل، د شهدای صالحین سیمه او د دې زیارت شاوخوا د کابل ښار له مهمو تفریحي او مېله‌ځایونو څخه شمېرل کېدل.

نن ورځ هم د تمیم انصار او جبیر انصار زیارت د کابل له تر ټولو مشهورو او پېژندل شویو زیارتونو څخه شمېرل کېږي.

چمتوکوونکی ز. ناصري

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

بستن
رفتن به نوار ابزار